موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... 19 / 2 / 1392برچسب:, :: 15:37 :: نويسنده : همایون ذهین
پېښې په فراه کې بادونو او پروان کې واورې او ږلۍ سخت زيانونه اړولي ديBy همايون ذهين & فريد تنها May 7, 2013 - 14:01فراه (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د فراه په ځينو سيمو کې سختو بادونو او د پروان په يو شمېر سيمو کې واروې او ږلۍ مېوې او نور حاصلات سخت زيانمن کړي دي.د فراه د کرنې ،اوبو لګولو او مالدراۍ رياست د کرنيزو چارو امر انجنير محمدجعفر پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د غويي له ٧ مې تر وړمې شپې د فراه په مرکز او ځينو ولسواليو کې لګېدلي بادونه دومره سخت و، چې ځينې دېوالونه او يو شمېر ونې يې چپه کړې. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې بادونو د زيانونو معلومولو لپاره د دې ولايت د کرنې رياست څېړنې ښيي، چې دې بادونو په مرکز او پشت رود، خاکسفېد، بکواه ، بالابلوک، اناردرې، پشت کوه او شيبکو ولسواليو کې زيانونه اړولي دي . د هغه په وينا، په يادو سيمو کې ٢٠ سلنه مېوې، ٦٠ سلنه کرل شوي سابه او ١٠ سلنه د غلو کښتونه سخت زيانمن شوي او له ګټې اخيستنې يې غورځولي دي . دى وايي، چې د دې زيانونو ډېره برخه د ولايت په مرکزي سيمو او پشت رود ولسوالۍ کې اوښتې ده . د دې ولايت بزګران او باغ لرونکي هم له ور اوښتو زيانونو سرټکوي. د فراه د مرکز اړوند د رج کلي اوسېدونکى ٤٢ کلن عبدالغفور وايي، چې يادو بادونو يې د بڼ ٣٠ متره دېوال نړولى او په باغ کې يې د زردالو ، مڼو ، انارو او انګورو د ونو مېوې په بشپړ ډول له منځه وړې دي . په فراه کې انار د ګل په حال کې دي ، مڼې او انګور له ګل څخه وتلي او زردالو د پخېدو په حال کې دي . د دې ولايت د مرکز اړوند د نوبهار د کلي اوسېدونکى حميدالله وايي، په ١٥ جريبه ځمکه کې يې بادرنګ کرلي وو او پر کرلو يې ٥٠ زره افغانۍ لګښت راغلى و، خو سختو بادونو يې د بادرنګو بوټي له حاصل څخه غورځولي دي . هغه له همدې امله سخت خواشينى دى او وايي چې د همدې کښت له لارې يې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کولې . د دې ولايت د پشت رود ولسوالۍ د برنګتوت د سيمې اوسېدونکى عبدالقدوس وايي، چې دى هم د زردالو ، انارو او انګورو باغونه لري ، خو مېوې يې بادونو له ګټې اخيستنې غورځولې دي . دى وايي، چې د ده په باغ کې د انګورو د شاوخوا ٥٠ تاکونو او ځينو نورو ونو ډېرى شاخونه بادونو مات کړي دي . دغه راز د هغه د معلوماتو له مخې، په فراه کې د غنمو د رېبلو وخت دى او د ده د معلوماتو له مخې، په پشت رود کې رېبل شوي غنم باد وړي او هغه غنم يې هم سخت زيانمن کړي ، چې تر اوسه نه دي رېبل شوي . په فراه کې په ١٣٨٥ کال کې هم په دې موسم کې بادونه لګېدلي وو، خو د اوس په پرتله يې زيانونه کم وو. په فراه کې د بادونو له امله بزګران زيانمن شوي ، خو په پروان کې د واورې او ږلۍ اورښت خلک سخت زيانمن کړي دي . په پروان کې چې ډېرې سړې سيمې لري، تېره اونۍ واوره او ږلۍ واورېده . د پروان د کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو رييس عبدالکبير فرزام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غويي له ٥ مې تر نهمې ، د مرکز چاريکارو په سنجددره ، خلازيي ، اورچي ، لغماني او توپ درې سيمو او بګرم ولسوالۍ کې ږلۍ او په شېخ علي ، سرخ پارسا ، کوه صافي ، سالنګ او بګرام ولسواليو کې واوره اورېدلې ده . دى وايي، چې دې اورښتونو کې په يادو سيمو کې د شاوخوا دوه زره هکتاره باغونو ميوې لکه مڼې، زردالو ، آلو ، شفتالو، بادام او انګور او پر زر هکتاره ځمکه کرل شوي نور حاصلات لکه غنم ، سابه او نور په اوسط ډول ٦٠ سلنه له منځه وړي دي . دى وايي، چې په دې ولايت کې د ځينو ميوو ونو ګل کړى او ځينې ميوې له ګل نه هم وتلې دي ، خو ږلۍ او واورو يې د ډېرو ونو ګل او هم له ګل نه وتلې مېوې له منځه وړې دي . د اورچې د سيمې اوسېدونکى عبدالرزاق وايي، چې پر دوه جريبه ځمکه يې غنم او پر يو جريب ځمکه يې ډول ، ډول سابه کرلي و ،خو ږلۍ ټول له ګټې اخيستنې وغورځول . دغه راز د سرخ پارسا ولسوالۍ د ترکمن درې اوسېدونکى اميرزاد وايي، چې يو د مڼو ، يو د زردالو او يو د شفتالو باغ لري ، خو واورې يې ګل له منځه وړى دى . هغه وويل، چې د دوى په سيمه کې تېره اونۍ شاوخوا ٣٠ سانتي متره واوره اورېدلې ده او د باغونو تر څنګ يې د خلکو کرل شوي غنم او نور کښتونه سخت زيانمن کړي دي . د بګرام ولسوالۍ د قلندرخېلو د کلي اوسېدونکى محمدنسيم وايي، چې ده پر يو جريب ځمکه تور بانجان کرلي و ، خو ږلۍ يې بوټي خراب کړي او له حاصل څخه يې غورځولي دي. د هغه د معلوماتو له مخې، اووه کاله مخکې هم په دې موسم کې د پروان په ځينو سيمو کې واورې او ږلۍ خلکو ته سخت زيانونه اړولي و. نظرات شما عزیزان:
|
||
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
تبادل
لینک هوشمند
|
||