موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... 29 / 12 / 1391برچسب:, :: 8:59 :: نويسنده : همایون ذهین
روان کال په فراه کې ٢٣ ښځې وژل شوې ديBy همايون ذهين Mar 17, 2013 - 18:08فراه (پژواک ٢٧ کب٩١): د فراه ولايت د ښځو چارو رياست چارواکي وايي، چې سږ کال په فراه ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له امله ٥ نارينه او ٢٣ ښځې وژل شوې دي. د فراه ولايت د ښځو چارو مشرې ليلما صديقي، په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال ټولټال ١٥٤ پېښې رامنځته شوي، چې په هغو کې ٢٣ پېښې د وژلو، ٤٦ د طلاق ، له کوره د تېښتې ٩ پېښې او درې نورې د ځان سوځونې پېښې دي. هغې ځان وژنه، وهل ، سپکاوى، له کوره تېښته او په زور ودونو ته اړ وېستل له نورو عمده پېښو څخه وبللې. مېرمن صديقي ددغو پېښو لامل د علمي کچې ټيټوالى، فقر، د کورنيو د پوهاوي کچې ټيټوالى، د يوه او بل له حقونو څخه ناخبرتيا او د کورنۍ له قانون څخه بې خبري د پېښو لاملونه وبلل او زياته يې کړه، چې سږکال يې دعامه پوهاوي په موخه ځينو کورنيو ته ښوونيز پروګرامونه په لاره اچولي دي. د فراه ولايت د ښځو رياست د حقوقي چارو عمومي مدير شاه ګل سديد پژواک خبري اژانس ته وويل، د نجلۍ له خوښې پرته د ولور اخيستل، يوه بله ستونزه ده، چې د کورني تاوتريخوالي د لوړېدولامل شوى دى. سرچينې زياته کړه: " هغه نجلۍ، چې د لسو يا دولسو لکو افغانيو په بدل کې د هغې له خوښې پرته له بل چاسره واده ته اړ وېستل کېږي، نو په راتلونکي کې له خپل مېړه سره د نظر هيڅ ډول يووالى نلري. هغې زياته کړه: تجربو ښودلې هغو کسانو، چې خپلې ښځې يې د پيسو په بدل کې کړې وي، نو له هغوى سره ډېره بده رويه کېږي او هغې ته هميشه د وينځې په سترګه ګوري، چې دا ډول اړيکې په پاى کې په تاوتريخوالي ختميږي. د نوموړې په وينا، د فراه ښار په درېيمې ناحيې کې يوې پيغلې نجلۍ د واده د نارضايتۍ له امله، په زهري توکو سره ځان وواژه. د فراه ولايت د ښځو چارو مشرې هم په فراه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عمده لامل د ولور لوړوالى په ګوته کړ، چې ډېرى وخت له وخته مخکې او يا د زور ودونو لامل شوي دي. مېرمن صديقې زياته کړه، چې د عامه پوهاوي په تر سره کولو کې يې د مېرمنو او نارينو لپاره ځانګړي پروګرامونه چمتو کړي او د جوماتونو د امامانو له خوا هم تبليغات په لاره اچول شوي، خو له هغه سره- سره بيا هم د تاوتريخوالي کچه د لوړېدو په حال کې ده. د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک کلي اوسېدونکې او د يوولس کلنې پروانې مور پنځوس کلنه زهرا، چې د خپلې لور د طلاق اخيستلو په موخه د ښځو چارو رياست ته راغلې وه، په فراه ولايت کې د تاوتريخوالي له پېښو څخه يوه ده. زهرا وايي، زوم يې، چې سيد احمد نوميږي ددې لور (پروانه) د لومړۍ ښځې په امر وهلې ډبولې او پښه يې پرې ماته کړې، د سر ويښتان يې ترې وېستلي او د چاقو په وسيله يې دهغې د بدن ځينې برخې ټپي کړې دي. زهرا د خپلې لور له ناوړه سرنوشت څخه سرټکاوه او پژواک ته يې وويل: "زموږ اقتصادي حالت خراب و، د خپلو دوو مجردو زامنو د واده لپاره مو پيسو ته اړتيا وه، دې ته اړ شوو،چې خپله لس کلنه لور د څلور لکو افغانيو په بدل کې په يوه ٣٢ کلن سړي، چې بله ښځه يې هم درلوده، واده کړو." هغې وويل، کله مې چې لور د مېړه کورته ولاړه، نو د ژوند بدمرغي يې پيل شوه، سيداحمد او ښځې يې هميشه پروانه وهله او ډبوله. زهرا زياته کړه: " کله به، چې موږ مداخله کوله، نو زوم به مو په چاقو باندې ګواښلو." د پروانې ورور اته ويشت کلن ګلالي، چې د ښځو چارو رياست ته له دوى سره يو ځاى راغلى و، په داسې حال کې، چې له دغې ستونزې څخه يې بې خبرې وښوده، د خپلې خور د بدبختۍ اصلي لامل يې مور او پلار په ګوته کړل. هغه پژواک ته وويل: "چې هر څنګه وي بايد له سيداحمد څخه د پروانې طلاق واخيستل شي او دولت بايد سيداحمد هم، چې اوس تښتېدلى ونيسي او په سزا يې ورسوي. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د شمېرو له مخې ، سږ کال دهېواد په کچه، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ټولې ٤٥٠٠ پېښې ثبت شوي، چې تر ٧٥ ډېر يې د وژنې پېښې او د جنسي تېريو څلوېښت پېښې جوړوي، په داسې حال کې ، چې تېر کال په دغه کمېسيون کې شاوخوا درې زره پېښې ثبت شوې وې. نظرات شما عزیزان:
|
||
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
تبادل
لینک هوشمند
|
||